ایکنانیوز د یوم السابع له قوله راپور راکړ، د مصر د اصول دین پوهنتون ددریم کال محصیل او د صوت الندي سیالیو ددریم مقام ګټونکی ځوان مصری قاري عمر محمد عبدالحمید البحراوي په ټولنیزو چینلونو کې د ډيرو توجه ځان ته جلب کړې ده .
البحراوي وائي ، په ۳کلنۍ کې ئې دقرآن زده کول او حفظ يیل کړی او د ښونځي په دریم کال کې ئې ټول قرآن حفظ کړ. دهغه پلار هم د ټول قرآن کریم حافظ ؤ او د قرآن کریم له تجوید او تلاؤت سره ئې ډیره ګروهنه درلوده او دهغه د وړتیاؤ له کشفیدا وروسته ئې دی وهڅاوه څو د قرآن کریم تلاؤت او حفظ ته دوام ورکړي.
هغه د خپلې خوښې په قاریانو کې د عبدالباسط ، منشاوي، مصطفی اسماعیل، الخصري او همداراز د محمد فتح الله بیبرس ،اسامه الهواري ،شیخ محمد علی حسن او شیخ محمد یحیی الشرقاوي په څير د استاذانو تلاؤت ډير خوښ کړی او روښانه ئې کړې ده ، چې اوس د قرآني مقاماتو په زده کولو بوخت دی.
البحراوي همداراز د مصر د قرآن په ریډیو کې د شتون لپاره او په دغې رسانۍ کې تلاؤت او همداراز په مختلفو هیوادونو کې هم د پروګرام د اجرا لپاره هیله ښودلې ده.
په دوام کې په یوې ویډیو کې ددغه ځوان مصری قاري د تلاؤت یوه برخه ستاسو خدمت ته وړاندې کوو.
https://iqna.ir/fa/news/4203299